<Welcome To Khost Page>
 Home Khost Live TVPoetry Afghanistan Islam Music Videos Contact Us   

دخــوســـت ولايت پيژند ليک                                           

 

 

عمــــومــي معــلومـات                                                                                   

خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ٤٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وګړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري.
د غرونو ډ ک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لګيدلۍ دی چې د پاکستان سره (١٨٥ ) کلومټره ګډه پوله لري ،چې په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي .
خوست ولايت د پکتيا ، پکتيکا سره لګيدلۍ دی چې د اوسني پاکستان د غلام خان څخه را پروت سړک دخوست څخه تيريږي ، ګرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته رسيږي ،
دغه سړک د پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکنو په نسبت ٤٣٣ کلومټرو په کچه کم دی او د افغانستان داقتصادي پر مختګ لپاره مناسبه لارده .
خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزي دي ، په
زراعتي ځمکو برسېره ځنګلونه هم لري چې د بيلګې په ډول يې تڼي ، منګل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنګلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو
ځنګلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنګ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو
هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وګړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې
پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنګلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه ګټه اخلي او زياتره
سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منګسو په
سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توګه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار

پدې غونډی کې پيداشوي ، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرګانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، ګلزار اقا ، يادولی شو .
خوست د ځنګلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې (Caco3 ) ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي
ډالره ګټه اخلي .

**____________________Sheikh Zaid University In Khost____________________**
**__Mosque Of Khost_________________**________________Beauty Of Khost__**
**___One Of The Mosques In Khost Province__**__One Of The Parks In Khost Province____**

خوست زه دي ځار شمه څه نلرم چه څه دركړم 

  غواړم سپسلني شم چه په سترګو كي اوبه در كړم

ته خو ګلالي يي دنګ دنګ غرونه د سپيره وينم

وركي د څيړي شوي نښترونه د اره وينم

ماتي تنكي څانګي شوي خالي هره دره وينم

جوړي به بنګلي شي د ګودر خونه تياره وينم

خــوســـت

چې قدم په قدم ږدم تا يادووم

چې صنم صنم کوم تا يادووم

که باچا له تا جلاشم  نه یی غواړم

چې په لاره ځم راځم تا يادووم

دود دستور په دی بازار کی معلوم ندی

دود بي عشقه نه منم تا يادووم

د تندی خال به دی ورپه نړی نکړم

عزم کله ماتووم تا يادووم

زما مينه ستا وفا زما ايمان دی

ايمان کله خر څووم، تا يادووم


Powered by 350pages.com website builder